بولان کې پاکستاني پوځیانو عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه شوي

بولان کې پاکستاني پوځیانو عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه شوي سیمه
انځور ارشیف

پاکستاني رسنۍ وايي، دمګړۍ د بلوچستان په بولان سیمه کې په لویه کچه پوځي عملیات روان دي.

بلوچ پُست رسنۍ تازه راپور ورکړی، چې دا مهال د بولان په خمبري، ریکمي، کرتا او یو شمېر نورو ځایونو کې د پاکستاني حکومت له لوري ځمکني او هوايي عملیات روان دي چې ملکي وګړي په نښه کوي.

دا عملیات وروسته له هغې کیږي چې بلوڅ ازادي غوښتونکو د بندیانو د تبادلې په موخه بولان سیمه کې تېره اونۍ پر اورګاډی برید کې سلګونه کسان یرغمل کړل.

بلوڅ ازادي غوښتونکو هغه وخت د یوې اعلامیې په اساس ویلي و، چې له یرغمل شویو سلګونه کسانو له ډلې یې ټول ملکیان خوشې او پاتې ۲۱۴ نور پوځیان او استخبارتي کسان یې د یوې تبادلې لپاره یرغمل کړي خو وروسته له هغې یې پوځيان او نور نظامیان یې هغه وخت ووژل چې پاکستاني حکومت د دوی له لوري د بندیانو د تبادلې وړاندیز بې ارزښته وباله.

راپور کې ملکیانو ته د اوښتي زیان ارقام نه دي ورکړل شوي خو لیکلي دي چې پوځیانو ګڼ ځایونه بمبار کړي دي.

د بولان له پېښې وروسته راپورونو کې د محمودخان اڅکزي له قوله ویل شوي،  که پاکستان کې بلوڅانو ته حق ورکړل شي نو امنیتي پېښې به کمې شي.

شنونکي وايي، بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان حکومت ته د بندیانو تبادلې په موخه ۴۸ ساعته وخت ورکړی و خو پوځ یې خپل غرور وښود چې له امله یې برمته شوي پوځیان ووژل شول.

تړلي موضوعات