له افغانستان هره میاشت ۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي

له افغانستان هره میاشت ۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي سوداګرۍ او اقتصاد
بهرته د افغانستان د جغلوزو صادرات

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې له افغانستان نورو هېوادونو ته ۱۱۰۰ ټنه جلغوزې صادرې شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، د روان ۱۴۰۳ کال له پیل بیا د سلواغې تر پایه د شاوخوا ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات شوي دي.

نوموړی په یوې ویډیو کلیپ کې زیاته کړې، دغه صادرات اتریش، اردرن، عربي متحده اماراتو، برېټانیې، امریکا، ایټالیا، اسټرالیا، جرمني، ترکیې، چین او یوشمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.

کارپوهان وايي، د افغانستان جلغوزي چې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

دوی زیاتوي، کچېرې دغې برخې ته لا پاملرنه وشي په مټ به یې په کور دننه خلکو ته کاري زمینه برابره شي.

یاده دې وي، چې په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت د هېواد اقتصادي پیاوړتیا برخه کې ژمنتیا ثابته کړې او د هېواد وچې مېوې صادراتو، انتقال، پروسس او پیاوړتیا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

تړلي موضوعات