بیګم او جوانان راډیوګانو بیرته خپل فعالیت پیل کړ
د اطلاعاتو کلتور وزارت خبر ورکړی د بیګم او جوانان راډیوګانو مسئولینو د مکررو غوښتنو وروسته دغو رسنیو بیرته د فعالیت جواز ترلاسه کړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د یادو رسنیو مسئولینو ژمنه کړی چې خپل فعالیتونه به د اسلامي امارت د اصولو مطابق او د ژرونالیزم معیارونو سره سم پر مخ وړي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت ټینګار کړی، پر رسنیو د څار سربېره د اسلامي امارت پالیسۍ، اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیو بشپړ ملاتړ کوي.
د یادونې ده، اطلاعاتو کلتور وزارت څو ورځې وړاندې د رسنیزو سرغړونو له کبله د بیګم او جوانان راډیوګانو فعالیت وځنډول.