د افغانستان بانک سبا ۲۰ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۲۰ میلیونه ډالر لیلاموي افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې غواړي سبا یکشنبه د شعبان المعظم میاشتې په ۲۴ مه نېټه د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

هېره دې نه وي، چې د افغانستان بانک د ډالرو دغه لیلام د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د ارزښت ساتنې په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

تړلي موضوعات