ملا عبدالغني برادر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ
اقتصادي معاونیت له دفتره په ورکړل شویو مالوماتو کې راغلي، د ملا برادر اخند په مشرۍ دا لوړ پوړی پلاوی د دوه ورځو لپاره په رسمي سفر تاشکند ته تللی دی.
سرچینه وايي، په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم، د ترانسپورت او هوایي چلند، د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیران، د افغانستان بانک لوی رئیس، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال او د سکټوري ادارو استازي هم ملتیا کوي.
د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی، چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې اترې وکړي.