سور صلیب دې بهر کې د افغان بندیانو برخلیک معلومولو کې مرسته وکړي

سور صلیب دې بهر کې د افغان بندیانو برخلیک معلومولو کې مرسته وکړي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر د سورصلیب نړېوالې کمېټې عمومي رئیس سره کتنه کې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سور صلیب نړېوالې کمېټې عمومي رئیس پیر کراهنبول سره کتنه کې افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي د لسیزو اوږدو کې د افغانستان مظلومې طبقې معلولیت لرونکو ناروغانو سره د سور صلیب مرستو مننه کړې.

نوموړي دې کتنه کې له سور صلیب بهرنیو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخلیک معلومولو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

بلخوا د سور صلیب مشر دې برخه کې د خپلو هڅو له چټکتیا خبر ورکړی په خبره یې، د ځینو هېوادونو له لوري زندانونو ته د دوی په لاسرسي بندیز د بندي افغانانو موندلو کې خنډونو سره مخ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال بهرنیو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخلیک په اړه سور صلیب څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې څو ورځې وړاندې د مصر په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو څخه ۱۷ تنه بندي افغانان د اسلامي امارت په هڅو راخلاص شول.

تړلي موضوعات