اسرائیلو ته د چین توصیه؛ اور ته لمن مه وهئ
پر امریکا د چین بې باوري وروستي حد ته رسېدلې ده، د ایران په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ناستې وروسته د چین استازي ویلي، د ایران پر خاوره د امریکا له برید وروسته یې په واشنګټن باور نور هم زیانمن شوی دی.
امنیت شورا چې تېره ورځ یې ایران کې د وروستي وضعیت په اړه ناسته وکړه، ۱۵ غړو هېوادونو په منځني ختیځ کې د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونگ جګړه کې په ښکېلو لوریو په ځانګړي توګه په اسرائیلو غږ کړی، چې د زور زیاتي انګېزه مهار کړي او اور ته دې لمن نه وهي.
نوموړي د امریکا ښکېل کېدو ته په اشارې ویلي، « سمه ده چې ایران زیانمن شوی خو امریکا چې هېوادونو پرې حساب کاوه باور یې زیانمن شوی دی.
په ورته مهال ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د یوې نظر پوښتنې په بنسټ ویلي، د امریکا دا اقدام خطرناک او بهرنۍ پوځي لاسوهنه د سولې مخنیوی او سیمه کې نفرت ته زمینه ده.