هېواد کې د څه باندې ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلي شوې
د افغانستان برېښنا شرکت مسئولین وایي، دغه شرکت توانېدلی چې تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۱.۵ میلیارده او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي.
د یاد شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، دې موده کې یې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۰۶ تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
عبدالباري عمر ویلي، د نړېوال بانک له لوري به د کاسا ۱۰۰۰ سترې سیمه ییزې پروژې پاتې کارونه بیا پیل او د دوه کلونو په موده کې بشپړ شي.
ښاغلي عمر زیاته کړې، د ازبکستان ۵۰۰ کیلوولټ لین چې د زر میګاواټه برېښنا د انتقال ظرفیت لري کارونه یې په دوو برخو کې په چټکۍ دوام لري په خبره یې، برېښنا شرکت هڅه کوي، چې د ۱۴۰۴ کال تر اخیره یې چارې بشپړې کړي.
نوموړي د شاوخوا ۵۰۵میګاواټه په ټولیز ظرفیت د برېښنا تولیدي فابریکو جوړولو لپاره د پانګونې د ۱۴پروژو د طرحو د تحلیل او ارزونې چارې بشپړېدو هم خبر ورکړی.
د برېښنا شرکت مسئولینو دې کنفرانس کې دا هم ویلي، چې د روان کال په جریان کې یې د برېښنا پلور له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.