د برېښنا رسولو نوې طرحه کې به د صنعتي فابریکو د برېښنا ستونزه حل شي

د برېښنا رسولو نوې طرحه کې به د صنعتي فابریکو د برېښنا ستونزه حل شي افغانستان
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس صنعت کارانو سره کتنه کې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د صنعتي فابریکو مسئولینو سره کتنه کې ویلي، هېواد کې د صنعتي فابریکو لپاره د ډاډمنې برېښنا وېش یې مهم لومړیتوب دی. 

عبدالباري عمر ویلي، د ډاډمنې برېښنا برابرېدو ته یې پر نوې طرحې او پلي کولو لارو کار کړی، چې ورسره به شته ستونزې حل شي.

دې کتنه کې د صنعتي فابریکو مسئولینو هم د برېښنا شرکت ته د برېښنا اړوند وړاندیزونه شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو ژمنه کړې وه، چې تر راتلونکو دوو کلونو به د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل کړي.

تړلي موضوعات