افغانستان څخه نورو هېوادونو ته هیڅ ګواښ نشته

افغانستان څخه نورو هېوادونو ته هیڅ ګواښ نشته افغانستان
د افغانستان کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع سیمه کې د امنیتي ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې ناستې ته په غبرګون کې ویلي، له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته هیڅ ډول ګواښ نشته. 

ښاغلي قانع د یو شمېر هېوادونو له لوري له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو اندېښنو په ردلو سره ویلي، هېواد کې په بشپړ دول امنیت ټینګ دی، هغه امنیت چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې نه دی تجربه کړی.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د افغانستان په ټوله جغرافیه بشپړ حاکمیت لري او هیڅ ډلې او اشخاصو ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

عبدالمتین قانع همداراز ویلي، دې وروستیو کې یو شمېر ډلو ټپلو او کړیو ځیني واړه فعالیتونه کړي، خو شته اسناد ښيي چې دغه فعالیتونه یې د هېواد له پولو د باندې د سیمې ځیني هېوادونو له لوري پلان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې سیمه کې د امنیتي ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې ناستې په غبرګون کې کړې دي.

تړلي موضوعات