د افغانستان چورلکې دې بیرته افغان حکومت ته وسپارل شي

د افغانستان چورلکې دې بیرته افغان حکومت ته وسپارل شي افغانستان
ګاونډیو هېوادونو ته افغانستان انتقال شوې الوتکې

د افغانستان دفاع وزارت ازبکستان هېواد څخه امریکا ته د افغان چورلکو د انتقال په اړه ویلي، په دې اړه اسلامي امارت اندېښمن دی.

 ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا چورلکې د افغانستان ملکیت دی او باید بیرته افغان حکومت ته وسپارل شي.

 په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې ازبکستان ته د تېرې ادارې چارواکو د تېښتې پر مهال انتقال شوې چورلکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي د منلو وړ نه دي او افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه وکړي.

 د ملي دفاع وزارت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو حق ته دې درناوی ولري او امریکا دې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالېدو په لاره کې خنډونه نه جوړوې.

 د یادونې ده، چې د افغانستان ګڼې چورلکې د کابل د فتحې پر مهال د تېرې ادارې د چارواکو له لوري د تېښتې پرمهال ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوې، چې اوس یې ۷ پروازه هلیکوپټرې له ازبکستان څخه امریکا ته انتقال شوې دي.

تړلي موضوعات