ننګرهار کې د نیمې پېړۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه!

ننګرهار کې د نیمې پېړۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه! افغانستان
ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ حل شوې شخړه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، ننګرهار کې یې د خپل ریاست په هڅو د یاد ولایت اچین ولسوالۍ په «پېښې» سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر راپورته شوې ۵۰ کلنه شخړه چې اوږده جنجالونه او بدبینۍ یې پېښې کړې وې، حل او ښکېل لوري د سوله ییز ژوند له نعمته برخمن شول.

 وزارت وايي، ښکېلو لوریو چې د بدۍ اوږدې ریښې یې سره پرې کړې اوسمهال خوښ دي.

 دوی د اسلامي امارت له مسؤلینو د مننې ترڅنګ ژمنه کړې چې له دې وروسته به یو د بل په وړاندې خنډونه نه رامنځته کوي او د ورورګلوۍ ژوند به کوي.

 یاده دې وي، چې اسلامي امارت هېواد کې د یووالي لا ټینګښت په برخه کې بې سارې هڅې کړې او د درېیو کلونو په اوږدو کې یې سلګونه غټې شخړې او دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې.

تړلي موضوعات