۴۲ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خلاص او هېواد ته راستانه شول
کډوالو چارو وزارت وايي، په دې تازه راخوشي شویو ۴۲ بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه بندیان اسلام باد ښار کې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله نیول شوي وو او له ۲ څخه تر ۵ ورځو پورې حاجي کمپ کې بندیان وو.
سرچېنې لیکلي، راخوشي شوي کسان د بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو ځایونو ته استول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې روستیو کې زرګونه هغه بندیان بیرته هېواد ته راستانه شوي، چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله پاکستان کې نیول شوي وو.