د افغانستان سرحدونو ساتنه به نوره هم پیاوړې شي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د جګړه ییزو ګډو زده قومندانۍ د سرحدي فوق العاده زده کړو څخه ۵۳۵ تنه منسوبین فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې، دغه منسوبین چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د بنسټیزو زده کړو ښوونځي د سرحدي فوق العاده زده کړو ۵ مې دورې څخه فارغ شوي دي.
تازه فارغ شویو منسوبینو ته د توپوګرافي، توپچي، درنو او سپکو وسلو کارولو، سرحدي قوانینو او یو شمېر نورو برخو کې څلور میاشتې عملي او نظري مسلکي زده کړې ورکول شوې دي.
دغه راز دغو مراسمو کې د یادې قومندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي او عامه چارو ډپیارټمنټ څخه هم ۲۳ تنه د عامه چارو امرین هم فارغ شوي دي.
تازه فارغ شویو منسوبینو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو چمتووالی ښودلی دی.