د پاکستان یوه بله تخریبي کړنه شنډه او د هغوی توطیې افشا شوې!
دا د هېواد په شمال کې د ځانګړو ځواکونو عملیات و چې یوځل بیا یې د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمن داعش فتنګر په نښه او له هغوی یې ډېر حساس معلومات تر ګوتو کړل.
المرصاد د خپلو سرچېنو د معلوماتو له مخې ویلي، ځانګړو ځواکونو له تېرو درېیو ورځو د هېواد په څلورو شمالي ولایتونو تخار، کندز، بغلان او سمنګان کې د داعش یوې شبکې پر وسله والو بریمن عملیات کړي او ټول غړي یې نیولي دي.
د سرچېنې په لېکنه د داعش دغو فتنګرو پیوند د بلوچستان هغو مرکزونو سره دی چې پاکستاني استخباراتو د ستراتېژۍ له مخې شمال کې ځېنې پېښې باید ترسره او په دې ډول شمالي ګاونډیان له اندېښنو سره مخ کړي.
نیول شویو کسانو همداراز اعتراف کړی چې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ او د بغلان په نهرین کې یې د جومات د ننه په ذکر کوونکو، مرګونو بریدونو کې لاس درلود.
شمال د افغانستان هغه برخه ده چېرې چې اسلامي امارت د هېواد ابادۍ لپاره یو شمیر مهمې بنسټېزې پروژې پیل کړې او همداراز د هېواد له شمالي ګاونډیانو سره هم پولې لري، په ټوله کې باور دادی چې پاکستاني استخبارات غواړي هلته د داعشي فتنګرو په استولو سره کورنۍ او بهرنۍ اندېښنې راپورته کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د بلوچستان په مرکزونو کې روزل شوي داعش فتنګر د بېدارو افغان ځانګړو ځواکونو له لوري په نښه کېږي، وړاندې تر دې هم یو شمېر جاسوسان او داخلي پرديپال په ورته عملیاتو کې له منځه وړل شوي او یا هم نیول شوي دي.
د اسلامي امارت امنیتي او تصفیوي کمېسیون څه موده وړاندې د بلوچستان مستونګ کمپ کې هغو روزنیزو فعالیتونو یادونه وکړه چې د کراچۍ له بندر او د اسلام اباد له هوايي ډګر ورته اروپايي او اسیايي هېوادونو اتباع انتقالېږي.
دغه کمېسیون همدې کمپونو فعالیت ته په اشارې خبرداری ورکړی، ددې احتمال شته چې داعش فتنګر له همدې امکاناتو په استفادې په یو شمېر هېوادونو کې خطرناک بریدونه تر سره کړي.