د پاکستان له ملاتړه برخمنه د داعش شبکه د افغانستان شمال کې له منځه وړل شوې

د پاکستان له ملاتړه برخمنه د داعش شبکه د افغانستان شمال کې له منځه وړل شوې افغانستان

المرصاد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ځانګړو مجاهدو ځواکونو د هېواد شمال شرق کې د داعشي خوارجو هغه شبکه ځپلې چې د پاکستان له ملاتړ برخمنه وه او بلوچستان کې له داعش خراسان څانګې څخه یې مستقیمه لارښوونه اخیستله.

المرصاد تېره شپه ویلي، چې ځانګړو ځواکونو د دې شبکې پر ضد درې ورځې د هېواد شمالي ولایتونو تخار، کندوز، بغلان او سمنګان کې عملیات ترسره کړي.
امنیتي سرچینې وايي، چې دې عملیاتو کې د دې شبکې ټول غړي نیول شوي، وسلې، مرمۍ، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ترې ترلاسه شوي.

د امنیتي سرچینو په خبره، چې د دې شبکې وروستۍ برید د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې په یوه چینایي وګړي و چې چینایي تبعه پکې ووژل شو او له دې وړاندې یې بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ اړوند یوه مسجد کې په ذکر کوونکو برید ترسره کړی وو او له لسو زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

المرصاد له لوري خپور شوي خبر کې راغلي، چې دې شبکې د بغلان ولایت په ځینو نورو سیمو کې دیني علماء کرام او مخور شخصیتونه هم په نښه کړي وو او په شهادت یې رسولي وو، چې د یادې شبکې ټولو غړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان اوس د داعشي خوارجو پر ښکاره ملاتړ تورن دی او افغانستان اسلامي امارت څو ځله په پاکستان غږ کړی، چې د داعش له روزلو او ملاتړ لاس واخلي؛ کنه په دې اور کې به تاسو لمبه شئ.

تړلي موضوعات