خوست کې د یوې کورنۍ قتل عام پېښې دوه تورن کسان نیول شوي

خوست کې د یوې کورنۍ قتل عام پېښې دوه تورن کسان نیول شوي افغانستان

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز خبر ورکړی، چې د علیشېرو ولسوالۍ بوږنوونکې پېښې په تړاو یې دوه تورن کسان نیولي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري نن سهار هغه دوه تنه نیول شوي، چې تر ډېره شک کېده چې یاده پېښه د دوی له لوري رامنځته شوې ده. 
مستغفر ګربز همداراز زیاته کړې، چې له یادو کسانو څېړنې روانې دي، چې وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه خوست علیشېرو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوال کسانو د یوې کورنۍ لس کسان چې تر ډېره ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي دي.

تړلي موضوعات