خوست کې تېره شپه د یوې کورنۍ لس غړي شهیدان شوي

خوست کې تېره شپه د یوې کورنۍ لس غړي شهیدان شوي افغانستان

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز خبر ورکړی، چې تېره شپه نهه بجې د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ بوخانه سیمه کې نا معلومو وسله والو د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون لس غړي په ډزو شهیدان کړي دي.

مستغفر ګربز زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو د یادې پیښې په اړه جدي پلټنې پیل کړي، چې ډېر ژر به یې عاملین ونیول شي.

د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

تړلي موضوعات