نړۍ افغانستان کې له چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سیاسي استفاده کوي
د چاپېریال ساتنې ملې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې وروینکا بوسکویچ پوهار سره کتنه کې د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان پر وړاندې د نړۍ په دوه ګوني چلند نیوکه کړې.
ښاغلي خالص ویلي، نړې افغانستان کې چاپېریال ساتنې او د اقلیمي بدلون منفي اغېزو ته په سیاسي سترګه ګوري.
نوموړي د کاپ ۲۹ کنفرانس مالي ژمنو ته په اشارې د چاپېریال ساتنې پروژو موثره پلي کولو برخه کې هغو بنسټونو ته چې د چاپېریال ساتنې برخه کې فعالیت کوي د مالي سرچینو غوښتنه کړې.
بلخوا کابل کې د اروپایي ټولنې استازې ژمنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې برخه کې به د افغانستان اندېښنې اروپایي ټولنې، د هېوادونو سفیرانو او د چاپېریال ساتنې نړېوالو بنسټونو رهبري سره شریکې کړي.
د یادونې ده، افغانستان د ځمکې تودوخې او اقلیمي بدلون کې ۰.۰۵ سلنه رول لري او د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله له وچکالۍ، اوبو کمښت او د کرنیزو ځمکو له تخریب سره مخ دی.