کابل ته د ایراني لوړ پوړي پلاوي سفر به د کابل او تهران اړیکي لا پیاوړې کړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه کې ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت، ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي دې کتنه کې ویلي، کابل ته د لوړ پوړي ایراني پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لا زیات تحرک رامنځته او دوه اړخیزې اړیکې به نوي پړاو ته د ننه کړي.
مولوي امیر خان متقي مشترکو ګټو ته په کتو د ډپیلوماټیکو اړیکو د کچې په لوړوالي ټینګار کړی.
ښاغلي متقي اقلیمي بدلون ته په اشارې ویلي، افغانستان هم د دې طبیعي پدیدې قرباني دي، خو د هلمند، نیمروز، سیستان او بلوچستان خلکو ته په یوه سترګه ګوري او هڅه کوي، چې دواړو لوریو ته د اړتیا وړ اوبه ورسېږي.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، کابل ته یې سفر د تهران او کابل د اړیکو د نوي مسیر د پیل په معنا دی.
نوموړي اوبه یوه انساني مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې اوبه باید د همکاریو پر موضوع بدله شي.