د ا.ا.ا او امریکا تر منځ د بندیانو تبادله؛ امریکا کې افغان بندي هېواد ته راستون شو

د ا.ا.ا او امریکا تر منځ د بندیانو تبادله؛ امریکا کې افغان بندي هېواد ته راستون شو افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د بندیانو تبادله ترسره شوې، چې د امریکايي وګړو بدل کې یو تن افغان مجاهد خان محمد له امریکايي زندان ازاد او هېواد ته راستون شو.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې حریت راډيو ته ویلي، چې خان محمد نن سهار هېواد ته راستون شو.
د سرچینې په خبره، چې نوموړی د ګلاجان زوی د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د ادیاخېلو ګراټک کلي اوسېدونکی دی، چې شاوخوا ۱۸ کاله مخکې په ننګرهار کې د امریکایي ځواکونو لخوا نیول شوی و.

د سرچینې په خبره، چې یاد افغان ننګرهار کې نیول کېدو وروسته یوه امریکايي زندان ته انتقال شوی و او په عمري بند محکوم شوی و.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له مؤثر رول څخه ځانګړې مننه کوي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت د امریکا متحده ايالتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له عادي کېدو او پراختيا سره مرسته کوي.

دا تبادله په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته د امریکا په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ګڼ افغان بندیان د اوسني نظام په جدي هڅو راخلاص شوي او بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

تړلي موضوعات