غزه کې ماتې د اسرائیلو کابېنه کاواکه کړه!

غزه کې ماتې د اسرائیلو کابېنه کاواکه کړه! نړۍ
د اسرائیلو د ملي امیت وزیر بن ګویر

د څو ساعته اوربند وروسته د اسرائیلو کابېنه کې دریو وزیرانو استعفاوې وکړې.

 

د اشغالګر اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د حماس پر وړاندې اوربند د ماتې په مانا بللې او په غبرګون کې یې له کابینې استعفا کړې.

 

د نړېوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر سره یوځای د صهیونیستي رژيم دوو نورو وزیرانو هم له خپلو دندو لاس اخېستی.

 

کارپوهان وایي، د اسرائیلو له کابینې د بن ګویر وتل به د نتنیاهو حکومت له نورې بې ثباتۍ سره مخ کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند نن سهار پیل شو ټاکل شوې د اوربند په لومړۍ ورځ به حماس درې اسرائیلۍ بندي ښځې تبادله کړي.

تړلي موضوعات