اسرائیلو تازه په غزه کې د اوربند د پیل اعلان وکړ

اسرائیلو تازه په غزه کې د اوربند د پیل اعلان وکړ نړۍ
غزه کې د اوربند لومړۍ ورځ

الجزیرې د اسرائیلو له لوري په غزه کې د ټاکل شوي اوربند د پیل خبر ورکړی دی.

 

تر دې وړاندې حماس په غزه کې د اوربند پیل، د سهار په ۸:۳۰ یاد کړی و، خو اسرائیلو بیا د څو ساعتونو په ځنډ دغه اوربند د غزې پر وخت ۱۱ بجې اعلان کړ.

 

رسنیو ویلي، حماس به د اوربند په لومړۍ ورځ (یکشنبه) درې اسرائیلي اسیران خوشې کوي او په مقابل کې به له اسرائیلو لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کیږي.

 

ښکېل لوري به دغه بندیان منځګړیو ته سپاري او له هغې وروسته به ټاکل شویو ځایونو ته لېږدول کیږي.

 

غزه کې د رسنیو مرکز وایي، د تبادلې په لومړي پړاو کې به د اسرائیلو له لوري په عمري بند محکوم شوي بندیان چې ټول شمېر یې ۲۹۶ تنه دي خوشې شي.

 

یاد مرکز تازه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، د ښاروالۍ له لوري په رفح ښار کې د اسرائیلو له لوري د نسل وژنې له امله د تړل شویو سړکونو د خلاصولو کار پیل شوی، څو بې ځایه شویو ته د راستنېدو زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات