اسرائیلو ته د اسیرانو د نومونو سپارل د تخنیکي ستونزې له کبله ځنډېدلی

اسرائیلو ته د اسیرانو د نومونو سپارل د تخنیکي ستونزې له کبله ځنډېدلی نړۍ
د حماس جهادي غورځنګ

الجزیرې تلوېزیون د حماس جهادي غورځنګ له قوله خبر ورکړی، چې حماس د اوربند هوکړې شرایطو ته ژمن دی.

 

په خبر کې ویل شوي، د اسرائیلي اسیرانو د نومونو سپارل د تخنیکي ستونزې له کبله ځنډېدلي.

 

تر دې وړاندې د غزې د رسنیو مرکز د حماس یوه مشر طاهر النونو له قوله خبر ورکړی و، چې دوی د اوربند هوکړې ته ژمن دي او د جګړې د بیا پیلولو په اړه د نتنیاهو څرګندونو ته پام نه کوي.

 

نوموړي غوښتنه کړې، چې منځګړي او نړېواله ټولنه باید اشغالګر دې ته اړ کړي چې د هوکړې شرایط عملي کړي.

 

په ورته مهال رویټرز خبر ورکړی، چې د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند او بندیانو د خوشي کولو هوکړه به نن یکشنبه پیل شي.

 

د رویټرز د خبر له مخې، د غزې اوربند لومړی پړاو چې ۶ اونۍ به دوام وکړي د شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو په بدل کې د ۹۸ اسیرانو اسرائیلیانو له ډلې ۳۳ خوشي شي.

 

د یادونې وړ ده، چې د غزې اوربند به څو شېبې وروسته په رسمي ډول پیل شي او اسرائیلي اشغالګر به تدریجي توګه له غزې شاتګ پیل کړي.

تړلي موضوعات