افغانستان بانک سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۸ میلیونه ډالر لیلام وي
د افغانستان بانک په خپله اېکس پانه وایي، تمه ده سبا یکشنبه دغه بانک ۱۸ میلیونه امریکايي ډالره لیلام کړي.
سرچینې زیاته کړې، دغه اندازه ډالر د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې لیلام وي.
یاد بانک په شرایطو برابرو سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ډالرو بیه یو څه لوړه شوې او دا مهال د کابل په بازارونو او شهزاده سرای کې یو ډالر د شاوخوا ۷۳ افغانیو په توپیر پلورل کېږي.