له زندانه د خوشي شویو افغانانو یوه بله جوپه هېواد راستنه شوه

له زندانه د خوشي شویو افغانانو یوه بله جوپه هېواد راستنه شوه افغانستان
د پاکستان له مرکزي زندان څخه تازه ازاد شوي افغانان

دا د پاکستان له مرکزي زندان راخوشي شوي ۱۳۲ افغانان دي چې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

 

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، خوشې شوي د ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي دي چې پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور له دوو څخه ۱۲ ورځو پورې بندیان وو.

 

سرچینې د یاد ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئیس له قوله ویلي، خوشي شوي افغانان د انتقالاتو آمریت ته ور پېژندل شوي او د همکارو موسسو له لوري به مرستې هم ورسره وشي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره له نورو هېوادونو د کډوالو را ستنېدنې په برخه کې ښه مدیریت شوی او دا مهال یې له ډلې بېوزلو ته د دایمي سرپناوې جوړېدو هڅې هم روانې دي.

تړلي موضوعات