د اشغالګر اسرائیلو کابینې غزې کې د اوربند هوکړه تصویب کړه

د اشغالګر اسرائیلو کابینې غزې کې د اوربند هوکړه تصویب کړه نړۍ
غزه له ۱۵ میاشتنۍ جګړې او د اشغالګر اسرائیلو تر بمباریو وروسته

د اسرائیلو کابینې تېره ورځ جمعه تر یوه اوږده بحث وروسته له حماس جهادي غورځنګ سره غزه کې د اوربند ټینګېدو او یرغملو د تبادلې ته مثبته رایه ورکړې.

 

د دې هوکړې له مخې به سبا یکشنبه د جګړې د دواړو لوریو ترمنځ اوربند ټینګ او د بندیانو لومړۍ تبادله به ترسره شي.

 

دا په غزه کې له تېرو ۱۵ میاشتو خونړۍ جګړې وروسته لومړی ځل دی چې د حماس او اشغالګر اسرائیلو ترمنځ اوربند کېږي.

 

د دې اوربند په لومړي پړاو کې به ۶ اونۍ اوربند ټینګ او حماس به د اسرائیلو ۳۳ یرغمل شوي ازادوي.

 

دغه راز د اسرائیلو د ۳۳ بندیانو خوشي کېدو په بدل کې به اسرائیل هم سلګونه فلسطیني بندیان خوشي او غزې ته په رسول کېدونکو مرستو کې به زیاتوالی راولي.

 

د اوربند دویم پړاو کې د شخړي بشپړ اواري، غزې څخه اسرائیلو پوځ په بشپړ وتل او د پاتي یرغملو د خوشي کولو په چارو به خبرې کېږي.

 

همداراز هوکړې له مخې به درېیم او وروستي پړاو کې د غزې د بیارغونې او هلته په حکومتي او امنیتي چارو خبرې کېږي.

 

غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مې نېټې جګړه پیل شوه، په همدې موده کې د اسرائیلو په پرلپسې او ړندو بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ زره زیاتو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تړلي موضوعات