د افغانستان سترې محکمې لوړ پوړی پلاوی ایران ته په سفر تللی
سترې محکمې خبر ورکړی، چې د یادې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی نن جمعه تهران ته په سفر تللی دی.
سترې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی تهران ته د دواړو هېوادو ترمنځ د قضایې همکاریو ټینګښت، ایران کې د افغان بندیانو د حقونو تامین، پر اعدام محکمو افغانانو لپاره د اعدام بدیلي لارې لټولو او د زندانیان د استرداد په موخه تللی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان پلاوی د دغې دوه وځني سفر په جریان کې د ایران عدلیې وزیر، د محکومینو د استرداد کمېټې رئیس او نورو لوړ پړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
تهران ته د سترې محکمې پلاوی وروسته له هغې سفر کوي، چې کابل ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوی د سفر په ترڅ کې هوکړه شوې و، چې افغان پلاوی به افغان بندیانو د وضعیت ارزونی په موخه تهران ته سفر کوي.