د اسرائیلو کابینه حماس سره د اوربند هوکړې د تصویب په موخه غونډه کوي

د اسرائیلو کابینه حماس سره د اوربند هوکړې د تصویب په موخه غونډه کوي نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو لومړي وزیر دفتر ویلي، کابینه یې نن جمعه له حماس جهادي غورځنګ سره د اوربند او یرغمل شویو د خوشي کولو هوکړې د تصویبولو په موخه غونډه کوي.

 

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند او بندیانو خوشي کولو هوکړه تېره ورځ دوحه کې د حماس او اسرائیلو مرکچیانو ترمنځ لاسلیک شوه، چې لومړی پړاو به یې راتلونکې یکشنبه پلي شي.

 

بلخوا غزې د رسنیو دفتر د اشغالي پوځ راډیو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیل به نن ماښام د فلسطیني بندیانو نوملړ خپور کړي.

 

غزه کې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند هوکړه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوه، خو ځینو اسرائیلي چارواکو بیا دغه هوکړه د دوی د ماتې په مانا بللې ده.

تړلي موضوعات