غزه کې د اوربند ټینګښت؛ هېوادونو ورته بېلابېل غبرګونونه ښودلي

غزه کې د اوربند ټینګښت؛ هېوادونو ورته بېلابېل غبرګونونه ښودلي نړۍ
انځور ارشیف

د حماس جهادي غورځنګ او د اسرائیلو ترمنځ پر اوربند توافق وروسته ترکیې، سعودي عربستان، قطر او ملګرو ملتونو له دې هوکړې هرکلی کړی دی.

ترکیې ټینګار کړی، چې د اوربند د بشپړ تطبیق او د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو لپاره د سولې مذاکرات باید ژر پیل شي.

سعودي عربستان هم له غزې د اسرائیلي اشغالګرو د بشپړ وتلو او د فلسطینیانو خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې له دې فرصت څخه باید د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌ لیکونو پر اساس د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو لپاره ګټه واخیستل شي.

د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند تړون چې تېره شپه شوی، ټاکل شوې په درې پړاوونو کې پلی شي.

په لومړي پړاو کې چې ۴۲ ورځې به دوام وکړي، د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له غزې څخه وتل او د بندیانو او یرغمل شویو کسانو تبادلې کیږي.

دغه راز د دې موافقې له مخې به د غزې خلکو ته د بشري مرستو د چټک رسېدو لپاره هڅې وشي او قطر، امریکا او مصر به د دې هوکړې د تطبیق څارنه کوي.

تړلي موضوعات