ریاض کابل سره د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی
کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې ښاغلي حقاني د سعودي عربستان سفیر ته په چارو کې د بریالیتوب هيله څرګنده کړې.
بلخوا د سعودي سفیر افغان حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه وکړه او د کابل او ریاض ترمنځ یې د ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي، چې دا مهال د نړۍ ګڼ هېوادونه له اسلامي امارت سره د ښو او په متقابل احترام ولاړو اړیکو غوښتونکي دي او هره ورځ کابل د بهرنیو ډیپلوماټانو کوربه وي.