د افغان امپراطور احمدشاه بابا رغول شوی کور!
د افغانستان اسلامي امارت د افغان امپراطور احمدشاه بابا کور په اساسي بڼه بیا رغولی دی، چې هېوادوالو یې تود هرکلی وکړ.
د افغانانو د بابا دا کور چې له لسیزو لسیزو راهیسې وران ویجاړ پروت و، حکومتونو یې په رغونه لاس نه دی پورې کړی؛ خو اسلامي امارت د خپل تاریخي واکمن اوسېدو کور په وران حالت پرېنښود او اساسي ډول یې بیا ورغوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د احمدشاه بابا د کور رغنیزې چارې ۹۰ سلنه خلاصې شوې دي، چې ډېر ژر به بشپړې شي.
له تېرې شپې راهیسې د افغان امپراطور د کور د بیا رغېدو انځورونه ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او هېوادوال یې د بیارغونې هرکلی کوي.
تاریخ پوهان وايي، چې دغه ۱۴۴٨ متره کور په ۱۷۵۴م کال کې د بابا په امر ٢ کاله کې د فني معمارانو لخوا په بخارایي بڼه جوړ شو، چې د احمدشاه بابا دفتر، مسجد او اوسېدو کور وو.
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د احمدشاه بابا د کور له رغنیزو چارو لیدنه کړې وه. نوموړي هلته ویلي، چې تاریخي آبدات او کلتوري میراثونه د ملتونو هویت څرګندوي او ساتنه یې د افغانانو دنده او مسؤلیت دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د تاریخي آبداتو او کلتوري میراثونو ساتنې او رغونې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
#حریت_راډيو