د غزې شمال د اسرائیلي پوځیانو لپاره مرګونې سیمه؛ ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزې شمال د اسرائیلي پوځیانو لپاره مرګونې سیمه؛ ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
غزه کې تازه وژل شوي اشغالګر پوځیان

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د دوشنبې په سهار د بیت هنون سیمه کې یې پر پوځيانو چاودنه شوې چې پنځه پوځيان یې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

 

د اسرائیل پوځ ویلي، پوځيانو ته یې دغه مرګ ژوبله د یو نظامي ماموریت په مهال اوښتې ده.

 

په تېره یوه اونۍ کې د غزې شمال بیت هنون کې د وژل شویو اسرائیلي پوځيانو شمېر ۱۵ کسانو ته پورته شو.

تړلي موضوعات