د غزې لمبو ته نڅېدونکی د خپل کور سوځېدو په چېغو کړ!

د غزې لمبو ته نڅېدونکی د خپل کور سوځېدو په چېغو کړ! نړۍ
د هالي ووډ سیمنا لوبغاړی جیمز ووډ

د امریکا کلفورنیا ایالت کې لګېدلي اور د هالي ووډ سینما د مشهور لوبغاړو میلیوني کورونه د ایرو په ډېریو بدل کړل.

 

ددغو نوموتو لوبغاړو له ډلې یو هم جیمز ووډز دی چې د غزې له اوسېدونکو سره د کرکې او حسد له امله په یو افراطي عقده يي مشهور شوی دی.

 

جیمز ووډز غزه کې د روان وحشت له پیل بیا تر اوسه د غزې پر اوسېدونکو د اسرائیلو هر ډول زور زیاتي څخه ملاتړ او په لا زیاتې تباهۍ یې ټېنګار کړی.

 

جیمز ووډز وروسته له هغې د یو سخت زړي او بې رحمه انسان په توګه وپېژندل شو چې پر خپله اېکس پاڼه د هشټګ له کارولو سره ولیکل: « اوربند، روغه جوړه او بښل نشته، ټول له مخې ووژنئ.»

 

د غزې اور ته نڅېدونکی جمیز ووډز چې تازه یې له سي اېن اېن ټلوېزیون سره مرکه کوله د خپل کور د سوځېدو په اړه سلګیو واخېست او په ژوندۍ مرکه کې یې وژړل.

 

د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو خلکو نه یواځې دا چې له جیمز ووډز سره یې خواخوږي ونه ښوده بلکې له هغه یې بېزاري وښوده.

 

یو عرب لیکوال او د اېکس کارونکي له جیمز ووډز پوښتلي، اوس ووایه د خپل کور په سوځېدو څه ډول احساس کوې؟


تړلي موضوعات