امریکا کې اور لګېدنې پنځه کسان وژلي
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، دا اورلګېدنه د سه شنبې په ورځ مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوه چې سختو بادونو د لاس انجلس ښار تر څنډو راورسوله.
په دې اورلګېدنه کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د سرچېنې په خبره زرګونه نور کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اور لمبې په ۱۵۸۰۰ هکتاره ځمکه کې خپرې شوې او تر زرو زیات کورونه او ودانۍ یې په خاورو بدلې کړې دي.
له بل لوري د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اور لګېدنې نه مدیریت په تړاو د بایډن پر ادارې د کمزورتیا له امله نیوکه کړې ده.