ویجاړه غزه لا هم د مقاومت کلک سنګر دی

ویجاړه غزه لا هم د مقاومت کلک سنګر دی نړۍ
غزه کې د اشغالګر پوځ تازه وژل شوي عسکر

تازه د حماس جهادي غورځنګ په نه ماتېدونکي مقاومت کې ۷ نور اسرائیلي پوځيان ووژل شول.

 

تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې دا ۷ اسرائیلي پوځيان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې شمال «بیت حانون» سیمه کې وژل شوي دي.

 

یاد اژانس ویلي، اووه صهیونېست پوځي افسران او سربازان د غزې په شمال کې د حماس غورځنګ له لوري وژل شوي دي.

 

سرچینې په اسرائیلو کې د رسنیو په حواله ویلي، د وژل شویو له ډلې ۳ نظامیان پرون چهار شنبه د غزې په شمال کې وروسته له هغې ووژل شول چې یو تن سرباز یې کلک ټپي و.

 

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د حماس غورځنګ له لوري صهیونېست ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي خو ارقام یې ډېری وخت نه رسنیز کیږي خو وخت ناوخت ډېری له جګړې ګرځېدلي اسرائیلي پوځیان بیا له وېرې خپل پوځي ماموریت ته نه ورګرځي.

تړلي موضوعات