ګوانتانامو زندان څخه ۱۱ بندیان ازاد شوي
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالتو له ګوانتانامو زندان څخه وړمه ورځ ۱۱ یمني بندیان خلاص شوي او عمان ته لېږدول شوي دي.
یاد اژنس وایي، له ګوانتانامو څخه دغه ۱۱ تنه زندانیان چې له دوه لسیزو یې ډېر عمر په زندان کې تېر کړی دی یو یې هم په رسمي توګه په جرم نه دی تورن شوی.
د سرچینې په خبره، په زندان کې یوازې ۱۵ تنه پاتې دي، چې له ډلې یې درې تنه نور هم د لېږد لپاره پر شرایطو برابر دي.
د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د جنوري په ۱۱ مه د امریکا هغه وخت ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پر مهال د کیوبا په سویل ختیځ (ګوانتانامو) ټاپو کې پرانېستل شو، چې په لومړیو وختونو کې د افغانانو په ګډون ۸۰۰ زندانیان په کې ساتل کېدل.
ګوانتانامو په یویشتمه پېړۍ کې د شکنجو او انساني کرامت ته د سپکاوي له پلوه تر ټولو بدنام زندان په توګه پېژندل شوی دی.