افغانستان کې د ټراکټور تولیدي شرکت جوړېږي

افغانستان کې د ټراکټور تولیدي شرکت جوړېږي افغانستان
انځور ارشیف

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له چارواکو سره کتلي دي.

 

د کرنې وزارت ویلي، دې کنسرسیوم کې چې د دواړو هېوادونو سوداګر پکې شامل دي افغانستان کې د کرنې میکانیزه کولو په موخه د ټراکټور د تولیدي شرکت د جوړولو پرېکړه کړې.

 

دغو سوداګرو د کرنې وزارت څخه دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

بلخوا دې کتنه کې د کرنې وزیر د سوداګرو د دغه وړاندیز هر کلی کړی او د یاد وزارت له اصولو سره سم یې د عملي اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کړی.

 

د یادونې ده، چې دغه طرحه د افغانستان کرنې ودې او د کرنیزو تجهیزاتو په تولید کې د ځان بسیایني د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

تړلي موضوعات