د کاناډا لومړي وزیر د ډونالډ ټرمپ وروستی وړاندیز رد کړ
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه د کاناډا بدلولو لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز رد کړ.
ټروډو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، داسې هیڅ چانس وجود نه لري چې کاناډا دې د امریکا یوه برخه شي.
تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروډو تر استعفا وروسته ویلي و، چې کاناډا باید د امریکا په یوه ایالت بدل شي، چې اوس د دې لپاره مناسب وخت رارسېدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو تېره ورځ رسما خپله استعفا اعلان کړه.