د دمشق هوایي ډګر څخه نړېوالې الوتنې بیا پیل شوې
سوریه کې د بشارالاسد رژيم تر نسکورېدو وروسته نن سه شنبه د دمشق نړېوال هوایي ډګر څخه بیرته نړېوالې الوتنې پیل شوې.
د فرانسې خبرې اژانس خبر ورکړی، نن د سوریې یوې الوتکې د متحده عربي اماراتو شارجې ته لومړنۍ الوتنه وکړه.
د نړېوالو پروازونو او د راکړې ورکړې بیرته پیل سوریه کې د نوي حکومت لپاره د بهرنیو اړیکو د جوړولو لپاره مهم بلل کېږي.
سوریې ته نړېوالې الوتنې د بشارالاسد رژيم تر نسکورېدو وروسته په بشپړ ډول ودرول شوې، چې نن سه شنبه بیرته له سره پیل شوې.