هېواد کې په لومړي ځل رهبري شوی راکټي سیسټم فعال شو

هېواد کې په لومړي ځل رهبري شوی راکټي سیسټم فعال شو افغانستان
د رهبري شوي راکټ سیسټم

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت ستر درستیز توپچي ریاست کې د میالان کنکورسي(9M135) په نوم د رهبري شوي راکټ سیسټم فعال او په بریالیتوب و ازمایل شو.

 

د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله اېکس پاڼه ویلي، د دې راکټ لپاره یې ۱۳ تنه ځوانان له یو میاشتني مسلکي زده کړو فارغ کړي دي.

 

دغه راکټي سیسټم زرهي ټانګونه، جنګي بېړۍ او ټیټ پرواز کوونکي هلیکوپټر په نښه کولی شي.

 

دا لومړی ځل دې چې په هېواد کې د رهبري شوي راکټ سیسټم فعال او په بریالیتوب ازمایل کېږي.

 

اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد د دفاع لپاره د مسلکي اردو ترڅنګ ټول هغه امکانات برابر کړي، چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا دفاع لپاره اړین دي.

تړلي موضوعات