د پاکستان تېرې شپې بریدونو ته په وخت ځواب ورکړل شوی

د پاکستان تېرې شپې بریدونو ته په وخت ځواب ورکړل شوی افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د خوست ولایت مقام ویلي، تېره شپه ناوخته پاکستاني ځواکونو د خوست علشېرو ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په څو کليو توغندي توغولي دي.

 

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز حریت راډیو وویل، دغه توغندیز بریدونه د یادې ولسوالۍ په درېېو ایروکام، کاګه او ګړاب کلیو باندې شوي دي.

 

نوموړي ویلي، د پاکستان دغو بریدونو ته افغان پوله ساتو ځواکونو پر وخت ځواب ورکړی دی.

 

په ورته مهال د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا هم حریت راډیو ته ویلي، دغه بریدونه ځاني او مالي زیانونه نه لري.

 

د نوموړي په خبره، پاکستاني لوري ته د ور اوښتو زیانونو په اړه لا هم کره معلومات نه لري.

 

دغه بریدونه وروسته له هغې کېږي، چې څه موده وړاندې هم د پاکستان هوایي ځواکونو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر ملکي وکړو بریدونه وکړل، چې دې بریدونو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

تر دغو بریدونو وروسته افغان ځواکونو هم په متقابلو بریدونو لاس پورې کړ، چې د فرضي کرښې هغې غاړې ته یې د پاکستاني پوځ او شریرو کړیو څو مرکزونه په نښه کړل.


تړلي موضوعات