افغان او چیني چارواکو د واخان دهلېز پر ستراتيژیک اهمیت خبرې کړې
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ سره کتنه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر لاپیاوړتیا او عملي ګامونو پر اړتیا خبرې کړې دي.
دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر او د چین سفیر د واخان دهلېز د ستراتيژيک اهمیت په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.
همداراز دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه هم نظر څرګند کړی دی.
د کابل او بیجینګ چارواکو داسې مهال د واخان دهلېز پر ستراتیژیک اهمیت خبرې کړې، چې د پاکستان استخبارتي کړۍ هڅه کوي رسنیو کې د واخان موضوع په ګرمولو سره د افغان ځواکونو پر وړاندې د خپلې ماتې پټولو لپاره ناکام تبلیغات ترسره کړي.