اذربایجان افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري
کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي.
دې کتنه کې ښاغلي محمدوف ویلي، هېواد یې افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېواله دی او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دي.
بلخوا دې کتنه کې شېرمحمدعباس ستانکزي د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړي اذربایجان کې د الوتکې لوېدو پېښې له کبله له خپل لوري غمرازي هم شریکه کړه.