د ا.ا.ا ځواکونو په لومړي ځل له فرضي کرښې اخوا شریرې کړۍ ( داعشي خوارج) په نښه کړل!
د اسلامي امارت مجاهدو ځواکونو د درنو وسلو پر مټ په لومړي ځل له ډيورنډ فرضي کرښې اخوا د شریرو کړیو یا داعشي خوارجو او د هغوی د ملاتړو مرکزونه په نښه کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند عنایت خوارزمي په دې اړه ویلي، چې دې بریدونو کې د شریرو کړیو او د هغوی د ملاتړو هغه پټنځایونه په نښه شوي دي، چې افغانستان کې بریدونه ترې تنظمېدل.
که څه هم اسلامي امارت څرګنده توګه د داعشي خوارجو نوم نه دی اخیستې خو د « شریرو کړیو» اصطلاح حکومتي چارواکي داعشي خوارجو ته کاروي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان اسلامي امارت له دې وړاندې پاکستاني رژیم ته خبرداری ورکړی و، چې د داعشي خوارجو له روزلو او پټنځایونو ورکولو لاس واخلي، خو له ځلونو خبرداریو سره سره پاکستان د داعشي خوارجو روزلو او ملاتړ ته دوام ورکړ، چې بالاخره د اسلامي امارت له پرېکنده نظامي ځواب سره مخ شول.