ملي دفاع وزارت: د ډیورڼد پر کرښه د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پټن ځایونه په نښه شوي
ملي دفاع وزارت په خوست او پکتیا کې د ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه د نښتو د وضاحت په اړه ویلي، د هېواد د سویل لوېدیځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته یې په څو نقطو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پټن ځایونه په نښه کړي.
ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، له دغو مرکزونو په افغانستان کې بریدونه تنظمېدل چې د افغان ځواکونو په انتقامي بریدونو کې په نښه شول.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې په دغو بریدونو کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
خوست او پکتیا کې نن سهار افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د هغو شریرو عناصرو په پټنځایونو برید وکړ چې ډېورنډ دېخوا یې بریدونه تنظیمول.