د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې
ملي دفاع وزارت کې یوې سرچینې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ خوست او پکتیا کې ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه جګړه پیل شوې.
د دغې سرچینې په خبره، د افغانستان پوله ساتو ځواکونو د خوست علیشېرو ولسوالۍ کې د ډیورڼد پورې غاړې ته د پاکستاني ځواکونو یو شمېر پوستې سوځولې دي.
سرچینې همداراز زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د پکتیا ډنډ پټان ولسواۍ کې هم د پاکستاني ځواکونو دوې پوستې نیولې دي.
دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوې، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته د هېواد د ملي دفاع وزارت ګواښ وکړ، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي.