د افغانستان اسلامي امارت: د شوروي ماتې دا ثابتوي چې افغانانو ته دین او خپله خپلواکي ارزښت لري

د افغانستان اسلامي امارت: د شوروي ماتې دا ثابتوي چې افغانانو ته دین او خپله خپلواکي ارزښت لري افغانستان
انځور: حریت راډیو

اسلامي امارت د جدي ۶مې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل غندلی او پر وړاندې یې د افغانانو په جهاد او سرښندنه ویاړ کړی.

 

اسلامي امارت د جدي ۶مې په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د شوروي اتحاد ماتې او تېښته دا ثابتوي چې افغانان په خپل دین میین خلک او خپله خپلواکي ورته ارزښت لري او د خپلې عقیدې په دفاع کې له هرڅه تېر دي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر افغانستان د شوروي یرغل راتلونکي نسلونه دې متوجه کوي، چې تل باید د خپل دین او هېواد څخه د دفاع په لاره کې د خپلو اسلافو لاره تعقیب او د هر ډول ظلم پر وړاندې ودرېږي.

 

له نن څخه ۴٥ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدي میاشتې په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو څو تنو لاسپوڅو په ملتیا پر افغانستان تېری وکړ.

 

دا هغه وخت و چې د افغانانو دیني آزادي، آبادي او اجتماعی امنیت هرڅه له جدي خطر او تهديد سره مخ شول.


خو افغان ولس د دې تجاوز پر وړاندې کرار پاتې نه شو؛ بلکې په یوه غږ او اتحاد د سرو لښکرو پر وړاندې ودرېدل او د جهاد په لاره کې له خپل سر، مال او هر څه تېر شول او د جهاد په پایله کې یې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت ماتې ومنله او په ټیټ سر له افغانستان څخه ووتل.

تړلي موضوعات