اسلامي امارت د اروپايي ټولنې پر ماموریت نېوکه وکړه
د افغانستان کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني پر نړېوالو بنسټونو نېوکه کړې چې ګنې د افغانستان په نوم مرسته شویو پیسو غوښنه برخه یې خپلو اداري لګښتونو ته ځانګړې کړې ده.
مولوي صدراعظم عثماني د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن په مشرۍ مل پلاوي ته مخامخ ویلي، د افغانستان په نوم مرسته کېدونکې پیسې دې په شفاف ډول ولګول شي.
ښاغلي عثماني د اروپايي ټولنې فعالیتونو ته په اشارې ویلي، د پیسو زیاته برخه اداري لګښتونو ته ځانګړې شوې او خدمات کافي نه دي.
له نړېوالو بنسټونو سره د اسلامي امارت د بحث یوه موضوع د هغو مرسته کېدونکو پیسو په اړه ده، چې نړېوال یې په خپل سر مصرفوي.
د کرنې وزارت مرستیال همداراز زیاته کړې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت په نشت حساب دی او بزګرانو ته باید بدیل ورکړل شي.
په ورته مهال د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن ویلي، دا مهال د شاوخوا ۴۴ میلیونه یورو په ارزښت پروژو همکاري کوي، چې ور څخه به شاوخوا یو میلیون وګړي ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره د همکارۍ چمتووالی لري.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو مرسته شوې پیسې نړېوالې مؤسسې په خپلسري ډول په یو شمېر پروژو مصرفوي، چې اسلامي امارت یې په دې کړنلارې نیوکه کړې او ورته ویلي یې دي، چې د دې مرسته شویو پیسو زیاته برخه پر خپلو مصارفو مه لګوئ.