د نظام او ملت ترمنځ واټن له منځه وړلو کې د مجاهدینو چلند او مسلکیتوب مهم دی
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دوه ورځې وړاندې د غزني امنیه قومندانۍ مسئولینو د ظرفیت لوړونې سیمینار کې ویلي، مسئولیت ستر امانت دی چې باید په پوره امانتداري او اخلاص ترسره شي.
د کورنیو چارو وزیر دوه ورځې وړاندې غزني ولایت ته په سفر تللی وه او هلته یې په ځینو سترو ولسي غونډو کې هم ګډون وکړ.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، د نظام او ملت ترمنځ یووالي او واټن نه رامنځته کېدو کې د سیمه ییزو مسئولینو او مجاهدینو چلند او مسلکيتوب ارزښتمند دی.
ښاغلي وزیر د نظام د وقار ساتنې لپاره د مسئولینو او مجاهدینو په ښه چلند او مسلکیتوب ټینګار کړی دی.
نوموړي اداري او مسلکي زده کړو اهمیت ته په اشارې ویلي، د تېروتنو مخنیوي لپاره باید مسلکي توب او ظرفیت لوړولو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مسئولینو له لوري وخت نا وخت د پولیسو او نظامي منسوبینو د مسلکیتوب لپاره د هېواد په روزنیزو مرکزونو کې د ظرفیت لوړونې سیمینارونو ترڅنګ څو مياشتنۍ مسلکي زده کړې هم ورکول کېږي.